کابل؛ له ۲۰۰ کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۰:۴۰
کابل؛ له ۲۰۰ کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

سې شنبه، ۵ محرم الحرام ۱۴۴۷ 

د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن او د سېلاب خیریه بنسټ د مشر سید احمد سیلاب په شتون کې،  پر ۲۰۰ راستنو شوو کډوالو او اړمنو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه. 

د مرستې د وېش پر مهال سرپرست عمومي رئیس اړمنو او راستنو شوو کډوالو ته د مرستو چمتو کولو برخه کې د سیلاب خیریه بنسټ له همکارۍ څخه مننه وکړه او دا مرسته یې د مرستندویه بنسټونو د صداقت نښه وبلله. نوموړي له ټولو کورنیو او بهرنیو خیریه بنسټونو، ملي سوداګرو او شتمنو هېوادوالو هم وغوښتل، څو خپلې مرستې د افغاني سرې میاشتې له لارې تر اړمنو او مستحقو ورسوي. 

د سیلاب خیریه بنسټ مشر د مستحقو اړمنو کورنیو په پېژندلو کې د افغاني سرې میاشتې هڅې او شفافیت وستایه او ژمنه یې وکړه چې راتلونکي کې به هم د ورته بشري مرستو بهیر جاري وساتي، نوموړي د اړمنو او بې وسه کورنیو د ستونزو حل برخه کې د شتمنو هېوادوالو مرستې ارزښتمنې او مهمې یادې کړې. 

په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیتره غوړي، ښځینه البسه، د کالو وینځلو صابون، کمپلې، څپلکې، لوښي او نور اړین توکي ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۳۵
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د قلبي روغتون له چارو څخه لیدنه وکړه

دوشنبه، ۱۵ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د دې ادارې د زړه سوري لرونکو ماشومانو د درملنې له قلبي روغتون څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي دلاور. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۲۲
Background image

هلمند؛ ۱۰۵ زده‌ کوونکي له ښوونیز مرکز څخه فارغ شول

یکشنبه، ۱۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۰۵ تنه زده‌ کوونکي د خپلو زده‌ کړو له بشپړولو وروسته فارغ شول.

دغو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۱۶
Background image

پکتیا؛ د ۳.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو کانال پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

یکشنبه، ۱۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ په ګل غونډۍ کلي کې د ۳.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو کانال پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته. . .

BACK TO NEWS