کابل؛ له يوې اړمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه
یکشنبه، ۴ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د اتمې ناحیې اړوند په بن حصار سیمه کې له یوې اړمنې او بېوزلې کورنۍ سره د یوې اندازې نغدي مرستې ترڅنګ پنځه قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته هم وشوه، چې ۵۰ کیلو اوړه، لس لیتره غوړي، یوه خېمه، پنځه کمپلې او یوه د روغتیا ساتنې بسته په کې شامله وه.
