کابل؛ د روغتیايي معلوماتو سیستم د پیاوړتیا شپږ ورځنی ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۲۹
Kabull

شنبه، ۲۴ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې ۳۰ تنو مرکزي او ولایتي روغتیايي کارکوونکو ته د روغتیايي معلوماتو د اداري سیستم د پیاوړتیا په موخه شپږ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو. 

دغه ورکشاپ په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په مالي ملاتړ ترسره کېږي.

د ورکشاپ پرانیست غونډه کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال، ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او دا ډول روزنیز پروګرامونه یې د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا لپاره مهم وبلل.

نوموړي له ګډونوالو وغوښتل؛ څو له دې فرصت څخه پوره ګټه واخلي، د روغتیايي معلوماتو د سیستم د ښه والي لپاره عملي هڅې وکړي او ترلاسه شوې زده کړې په خپلو ورځنیو چارو کې وکاروي.

په دې ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د روغتیايي معلوماتو د راټولولو او راپور ورکولو، د معلوماتو د کیفیت د ښه والي، د راپورونو د تحلیل او د DHIS2 سیسټم د معیاري کارونې په اړه لازم معلومات ورکړل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۱۳
Background image

کابل کې د زابل د ۲۷۰ متر مربع ځمکې د پانګونې لپاره د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه

شنبه، ۲۴ شوال ۱۴۴۷ 

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې اړوند، د زابل ولایت په مربوطاتو کې د کابل - کندهار پر لویه لار پرته د ۲۷۰ متر مربع ځمکه د ۱۵ کلنې پانګونې لپاره د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۴۱
Background image

ارزګان کې رضاکارانو ته د عامه پوهاوي لپاره د حفظ الصحې او کرامت کېټونه ورکړل شول

شنبه، ۲۴ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په دهراود او چهارچینو ولسوالیو کې ۸۰ تنو رضاکارانو ته د حفظ الصحې او کرامت کېټونه ووېشل شول، ترڅو د عامه پوهاوي په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۲۹
Background image

کابل؛ د روغتیايي معلوماتو سیستم د پیاوړتیا شپږ ورځنی ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۲۴ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې ۳۰ تنو مرکزي او ولایتي روغتیايي کارکوونکو ته د روغتیايي معلوماتو د اداري سیستم د پیاوړتیا په موخه شپږ ورځنی ښوونیز. . .

BACK TO NEWS