کابل؛ د رضاکارانو د جذب او ډېټابېس د ثبت ۳ ورځنی ښوونيز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۲۰
کابل؛ د رضاکارانو د جذب او ډېټابېس د ثبت ۳ ورځنی ښوونيز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۹ جمادي الآخر ۱۴۴۷
مرکزي دفتر کې د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو ریاست اړوند د مرکز او ولایتونو ۴۷ تنو مدیرانو ته د رضاکارانو د جذب او ډېټابیس سیستم کې د ثبت په هکله د پوهاوي درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام په شتون کې پیل شو.
د ورکشاپ په پرانیسته کې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال د اسلام له نظره د رضاکارۍ پر فضیلت او معنوي اهمیت مفصل معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې رضاکاران افغاني سرې میاشتې ته د ملا د تېر حیثت لري او د جذب لپاره یې باید لا ډېرې هڅې وشي.
یاد ورکشاپ کې به اړوندو مدیرانو ته د رضاکارانو د جذب، هغوی سره د اړیکو، ډېټابېس سیستم کې د ثبت او د ملي ټولنو د پېژندنې په اړه لازم معلومات ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۵:۳۲
Background image

هرات؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د روغتیايي خدمتونو او ملکیتونو وضعیت وارزاوه

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، هرات ته د خپل سفر په لړ کې د یاد ولایت د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز، د حضرت ابوبکر صدیق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

میدان وردګ؛ له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۵ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار په ګډون د نرخ، جلرېز، سید آباد، چک او جغتو ولسوالیو له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۵۷
Background image

لغمان کې د څه باندې ۶۷٠٠ ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د لغمان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۴۶۸ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې. . .

BACK TO NEWS