کابل؛ د داخلي تفتیش لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۸:۵۷
K

شنبه، ۵ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د داخلي تفتیش او پلټنې تر سرلیک لاندې د داخلي تفتیش او مالي ریاستونو د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل کړ.

په دغه ورکشاپ کې، چې د افغان کاسموس ګروپ په تخنیکي همکارۍ ترسره کېږي، د داخلي تفتیش او مالي ریاستونو ۳۰ تنه کارکوونکي ګډون لري.

د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌ الله عبدالسلام وویل چې داخلي تفتیش د ادارې د فعالیتونو د روڼتیا، د مالي سرچینو د سم مدیریت او د اصولو له مخې د چارو د ترسره کېدو په برخه کې مهم رول لري.

نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې له ترلاسه شوو زده‌ کړو څخه په عملي ډګر کې ګټه واخلي او د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال دقت، روڼتیا او حساب‌ ورکونې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د افغاني سرې میاشتې د مقام سلاکار ښاغلي شیخ الحدیث حفیظ‌ الله عثماني هم د اسلام له نظره په چارو کې د تفتیش او څارنې پر اهمیت خبرې وکړې او د امانت‌ ساتنې، حساب‌ ورکونې او د ورځنیو چارو د څارنې په اړه یې د اسلامي لارښوونو اهمیت روښانه کړ.

د افغان کاسموس د روزنو مسؤول ښاغلي حیات‌ الله احمدزي د ورکشاپ د محتوا په اړه معلومات وړاندې کړل او هیله یې څرګنده کړه چې ګډونوال به له وړاندې کېدونکو زده‌ کړو څخه په خپلو کاري مسؤلیتونو کې اغېزمنه ګټه واخلي.

په دغه لس ورځني ورکشاپ کې ګډونوالو ته د داخلي تفتیش د اصولو، د مالي اسنادو د ارزونې او کنټرول، د لګښتونو د څارنې، د مالي راپورونو د ترتیب او د حسابونو د کره‌ والي په اړه نظري او عملي زده‌ کړې ورکول کېږي، څو په تفتیش او پلټنه کې خپلې مسلکي پوهې او عملي وړتیاوې پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۵۶
Background image

کابل؛ افغاني سرې میاشتې له اتریش او ډنمارک سرو صلیبونو سره د بشري همکاریو په اړه خبرې وکړې

شنبه، ۵ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او مرستیال یې ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د اتریش او ډنمارک د سرو صلیبونو له استازو سره په کتنه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۸:۵۷
Background image

کابل؛ د داخلي تفتیش لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۵ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د داخلي تفتیش او پلټنې تر سرلیک لاندې د داخلي تفتیش او مالي ریاستونو د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه لس ورځنی. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۵:۶
Background image

د افغاني سرې میاشتې ځانګړې اونۍ؛ د مرستو راټولولو لړۍ پیل شوه

جمعه، ۴ جمادی‌الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ په پیل سره، د دې ټولنې کارکوونکو، رضاکارانو او د ولایتي مجامعو غړو په بېلابېلو سیمو کې د اعانې ټکټونو د پلور له لارې د مرستو. . .

BACK TO NEWS