کابل؛ د افغاني سرې میاشتې تخصصي قلبي روغتون پرانیستل شو

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۵۴
K

یکشنبه، ۱۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د زړه د ناروغیو د درملنې مجهز او په پرمختللو طبي وسایلو او متخصصو ډاکټرانو سمبال روغتون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

د پرانیستې په مراسمو کې د ا.ا.ا د رياست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د نوموړي مرستیال حافظ عزیزالرحمن، د دولتي ادارو مسؤولینو، د نړیوالو کاري شریکانو استازو، دیني عالمانو، روغتیاپالانو، ملي سوداګرو او د افغاني سرې میاشتې مسؤولینو او کارکوونکو ګډون کړی و.

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، حافظ عزیزالرحمن، د روغتون پرانیسته د هېواد د روغتیايي خدمتونو د پراختیا په برخه کې مهم ګام وباله او ویې ویل، چې له دې وروسته به د زړه سوري اړمن ناروغان په یوه مجهز او معیاري روغتون کې په وړیا توګه د درملنې او جراحي خدمتونو څخه برخمن شي. هغه زیاته کړه، افغاني سره میاشت له دې وړاندې هم د خپلو مالي امکاناتو له لارې د دغو ناروغانو د درملنې لګښتونه په خصوصي روغتونونو کې ورکول، خو اوس به دغه خدمات په خپل تخصصي روغتون کې وړاندې کوي.

د روغتون رئیس، ډاکټر عبدالولي اتمانزي وویل چې دا روغتون په پرمختللو طبي تجهیزاتو، ۲۴ ساعته متخصص کاري ټیم او اړینو اسانتیاوو سمبال دی او د نړیوالو معیارونو له مخې به د زړه ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

د رياست الوزراء اداري مرستیال، د دغه روغتون پرانیسته د هېواد د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په برخه کې مهم پرمختګ وباله او ویې ویل، چې د دې روغتون په فعالیت سره به زرګونه هغه ناروغان، چې د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته د تګ له ستونزو سره مخ وو، په خپل هېواد کې د معیاري او وړیا روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شي.

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس وویل چې په دغه روغتون کې به هر کال تر دوه زره پورې د زړه سوري ناروغان په وړیا توګه تر درملنې لاندې ونیول شي. نوموړي له نړیوالو مرستندویه بنسټونو، ملي سوداګرو او خیرپالو هېوادوالو وغوښتل، چې د افغاني سرې میاشتې له بشري او روغتیايي پروګرامونو سره خپلې همکارۍ لا پراخې کړي، څو لا ډېرو اړمنو ناروغانو ته د درملنې زمینه برابره شي.

په مراسمو کې د اصلاحي کمېسیون رئیس، شیخ‌ الحدیث محمد قاسم خالد او ملي سوداګر الحاج محمد یونس مهمند هم د روغتون پرانیسته د هېواد د روغتیايي سکتور لپاره مهم پرمختګ وباله او د افغاني سرې میاشتې د بشري او روغتیايي پروګرامونو د دوام لپاره يې د همکاريو پر اړتیا ټینګار وکړ.

افغاني سره میاشت د خپلو کورنیو او نړیوالو کاري شریکانو په همکارۍ هڅه کوي، چې د هېواد په کچه د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، د اړمنو ناروغانو د درملنې او د معیاري روغتیايي اسانتیاوو د برابرولو له لارې لا ډېرو هېوادوالو ته د ژوند ژغورونکي خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۵۴
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې تخصصي قلبي روغتون پرانیستل شو

یکشنبه، ۱۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د زړه د ناروغیو د درملنې مجهز او په پرمختللو طبي وسایلو او متخصصو ډاکټرانو سمبال روغتون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۱۱
Background image

ښوونيز مرکزونه؛ زرګونو ځوانانو ته ديني او عصري زده کړې ورکړل شوي

شنبه، ۱۷ صفر ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۵۶۰۰ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو لکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

کاپیسا؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۱۷ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د کاپیسا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۵۲۸ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د. . .

BACK TO NEWS