کابل؛ د افغاني سرې میاشتې او آی سي آر سي ترمنځ د بشري همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو
چهارشنبه، ۱۲ ربیعالأول ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د دې ادارې په مرکزي دفتر کې په جینوا کې د آی سي آر سي د عملیاتي چارو له مسؤولې آغلې یاسمین پراز دِسیموز او په افغانستان کې د آی سي آر سي له مشر ښاغلي جوهانس بروور سره د بشري خدمتونو او همکاریو د پراختیا په اړه لیدنه او خبرې وکړې.
د لیدنې پر مهال ښاغلي دلاور د افغاني سرې میاشتې د بشري او روغتیايي فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې دغه اداره د بې سرپرسته مېرمنو، د پېښو له امله زیانمنو، اړمنو او راستنو شویو هېوادوالو د ملاتړ ترڅنګ د رواني ناروغانو او د زړه سوري لرونکو ماشومانو لپاره هم د درملنې خدمتونه وړاندې کوي.
نوموړي وویل، افغاني سره میاشت د هېواد د ۳۴ ولایتونو د نمایندګیو له لارې په هر ولایت کې ۸۰ او په اوو زونونو کې په هر زون کې ۱۰۰ اړمنو کورنیو ته په میاشتني ډول نغدي مرستې وېشي، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۵ زره افغانۍ ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه، چې افغاني سره میاشت په لرې پرتو سیمو کې د ثابتو روغتیايي مرکزونو او ګرځنده ټیمونو له لارې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي او له ګاونډیو هېوادونو څخه تازه راستنو شویو کډوالو ته په جوړو شوو پنډغالو کې لنډمهاله سرپناه، پاخه خواړه او روغتیايي خدمتونه برابروي.
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د قلبي روغتون د فعالیتونو په اړه هم معلومات شریک کړل او د بې سرپرسته مېرمنو، راستنو شویو کډوالو، رواني ناروغانو او په ځانګړي ډول د زړه سوري لرونکو ناروغانو د درملنې او ملاتړ لپاره یې د بشري مرستو د لا پراخېدو غوښتنه وکړه.
هغه د آی سي آر سي له دوامدارې همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل، چې د دې ادارې ملاتړ د افغاني سرې میاشتې د بشري او روغتیايي خدمتونو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
د آی سي آر سي مسؤولینو د افغاني سرې میاشتې بشري فعالیتونه وستایل او د بشري ستونزو د حل، د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د زیانمنو او اړمنو کورنیو د ملاتړ په برخو کې یې د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
دوی همدارنګه وویل چې د افغانستان بشري اړتیاوې به له اړوندو نړیوالو شریکانو سره په راتلونکو ناستو کې هم مطرح کړي، څو د اړتیا وړ ملاتړ او همکاریو ته لا زیاته زمینه برابره شي.
د لیدنې په پای کې دواړو لوریو د بشري خدمتونو د پراختیا، د اړمنو کورنیو د ملاتړ او د افغانستان د خلکو د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
