کابل؛ افغاني سره میاشت او ناروې سره صلیب د روغتیايي همکاریو ارزونه وکړه
دوشنبه، ۱۴ جمادی الأولى ۱۴۴۸
افغاني سرې میاشتې ټولنې او ناروې سره صلیب د ۲۰۲۶ کال د ګډو روغتیايي فعالیتونو د ارزونې، د نیمګړتیاوو د پېژندنې او د راتلونکو پروګرامونو د ښه تنظیم په موخه غونډه وکړه.
په غونډه کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال مولوي روح الله عبدالسلام، په افغانستان کې د ناروې سره صلیب مشر محمد افتخار، د مرکزي دفتر او سیمه ییزو زونونو رئیسانو او یو شمېر روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و.
شيخ الحديث دلاور د ناروې سره صلیب له همکاریو مننه وکړه او له نړیوالو شریکانو سره یې د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د ناروې د سره صليب مشر د افغاني سرې میاشتې روغتیايي فعالیتونه وستایل او ویې ویل چې د طبیعي پېښو، د راستنېدونکو کډوالو د زیاتوالي او د بودیجې د کمښت سربېره، دې ادارې خپل بشري او روغتيايي فعاليتونه پر وخت او ښه شکل ترسره کړي دي. هغه ډاډ ورکړ، چې د ناروې سره صلیب به د افغاني سرې مياشتې ملاتړ ته دوام ورکړي او د رضاکارانو هڅې یې وستایلې.
مولوي روح الله عبدالسلام د رواني ناروغانو د درملنې، د بې سرپرسته کورنیو د لاسنیوي او نورو بشري خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د اړمنو هېوادوالو د ملاتړ په برخه کې یې د ادارې پر دوامداره هڅو ټینګار وکړ.
د روغتیايي خدمتونو رئیس ډاکټر عبدالله عرفان وویل، د خدمتونو کیفیت، ناروغانو ته پر وخت رسېدنه او اغېزمنتیا د روغتیايي پروګرامونو اساسي لومړیتوبونه دي.
په پای کې د راتلونکو فعالیتونو د ښه تنظیم لپاره د تجربو پر شریکولو او ګډو هڅو ټینګار وشو او همدا راز د رضاکارانو د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو ستاينه هم وشوه.
