ښوونيزو مرکزونو کې نږدې درې زره تنه زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوې

شنبه، ٢٢ صَفَر ۱۴۴٧
افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونيزو مرکزونو له لارې ۲٧٦٩ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو لکه ښوونې او روزنې، شخصي او چاپېريالي روغتيا ساتنې، لومړنيو روغتيايي مرستو او د پېښو له زيانونو د ځان ژغورنې اړوند زده کړې ورکړي دي.