ډنمارک سور صلیب د کونړ زلزله ځپلو سره ۳ میلیونه امریکایي ډالره مرسته کوي

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۲۱:۱۶
ډنمارک سور صلیب د کونړ زلزله ځپلو سره ۳ میلیونه امریکایي ډالره مرسته کوي

سې شنبه، ۱۶ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په افغانستان کې د ډنمارک سره صلیب د رواني ناروغانو برخې له مسئولې آغلې نیوس سره د کونړ ولایت زلزله ځپلو ته د بشري مرستو برابرولو او لاسنیوي په موخه وکتل.
کتنه کې عمومي رئیس د کونړ ولایت ۱۰۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د لنډ مهالې سرپناه، روغتیایي خدمتونو، پخو خوړو د وېش، څښاک پاکو اوبو، بریښنایي سیستم او ورځني ژوند برخه کې د برابرو شوو سهولتونو سربېره د کابل، هرات، کندهار، مزار شریف او ننګرهار ولایتونو په رواني مرکزونو کې ناروغانو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او دې برخه کې یې د پراخو همکاریو غوښتنه وکړه.
اغلې نیوس د کونړ ولایت زلزله ځپلو وګړو د لاسنیوي موخه د ۳ میلیونه امریکایي ډالرو د مرستې ژمنه وکړه او ډاډ یې وړاندې کړ، چې د رواني ناروغانو د پالنې او درملنې برخه کې به هم له افغاني سرې میاشتې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۱۱
Background image

خوست؛ زرګونو ناروغانو ته روغتيايي اسانتياوې برابرې شوې دي

چهارشنبه، ١٢ جمادى الآخره ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د خوست ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٣٣٣٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

بشري چارو کې د نړیوالو ملي ټولنو د همغږۍ آنلاین ناسته وشوه

سې شنبه، ۱۱ جمادي الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مرکزي دفتر په نوښت د ۸۲ هېوادونو ملي ټولنو له مسؤولینو سره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۲۲
Background image

عمومي رئیس د اغاخان بنسټ له استازو سره وکتل

سې شنبه، ۱۱ جمادي الاخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، د اغاخان بنسټ د پراختیایي. . .

BACK TO NEWS