پکتیکا:
د پکتیکا ولایت په زیړوک ولسوالۍ کې نن د ذوالحجې پر ۱۷مه د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د چین د سور صلیب له لوري مرسته شوي توکي وویشل شول.
د یادې مرستې د ویش لپاره دوه ورځې وړاندې د افغاني سرې میاشتې د رضاکارانو او کارکوونکو له لوري سروې ترسره شوې وه. یاده مرسته کې ټولټال ۲۰۰ اوسپنیز چپرکټونه، ۳۰۰ سپنجې توشکونه، ۲۰۰ د کور د اړتیا وړ ۱۴ عدده توکي لرونکې بستې او ۱۰۰ خیمې شاملې وې.
