پکتیکا!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۹ - ۹:۲۵
پکتیکا!

د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ په تشنکي او شیرو راغه سیمو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۶۵ اساسي جوړ شوي کورونه له نویو بسترو، فرشونو، لوښو، د لمریزې بریښنا له فعال سیستم، خوراکي توکو او یو شمېر نورو لوازمو سره د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په لاس هغو زلزله ځپلو کورنیو ته وسپارل شول، چې د تېر کال زورورې زلزلې یې کورونه ړنګ کړي وو. پرون د یادو کورونو د سپارلو مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د غونډې ګډونوالو ته وویل "په پکتیکا او خوست کې د زلزلې غم د سیمې له کچې لوړ و او د افغانانو ترڅنګ یې نړیوال هم ودردول؛ دا درد د ټول ملت شریک درد و". نوموړي د تېر اګست په لومړۍ نېټه سیمې ته لومړي کړي سفر ته په اشاره وویل "مونږ له زلزلې وروسته سیمې ته راغلي وو او ژمنه مو کړې وه، چې زلزله ځپلو کورنیو ته به اساسي کورونه جوړ کړو او پرلپسې لاسنیوی به یې وکړو؛ افغاني سرې میاشتې تر اوسه په ګیان ولسوالۍ کې ٥٨٣ کورنیو ته د زلزلې له امله د زیانمنو شویو کورونو د ترمیم لپاره هر کور ته له دوه سوه زره افغانیو څخه زیاته نغدي مرسته ورکړې، خو د کورونو د جوړښت برخه کې د ۲۵۸ کورونو په جوړښت کې دادی ۶۵ بشپړ شول او مستحقو ته به یې نن وسپارو" نوموړي د ترکیې د سرې میاشتې مننه وکړه، چې د یادو کورونو د جوړښت لګښت یې پر غاړه اخیستی و. غونډې ته د ترکیې د سرې میاشتې استازي ایوب اُزدا وویل "د تېر کال د زلزلې له امله د پکتیکا د زیانمن شوي ولس درد مونږ په ځان کې حِس کړی و، ځکه خو سیمې ته راغلو او د زلزله ځپلو لاسنیوی مو وکړ؛ د ترکیې ولس به تل د افغانانو ملاتړ او لاسنیوی کوي". د یادونې وړ ده، چې له یادو ۶۵ جوړ شویو کورونو ۴۶ د تشنکي په سیمه او پاتې ۱۹ د شیرو راغه سیمه کې شتون لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS