پکتیکا

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۲۲:۵۱
پکتیکا

د افغاني سرې میاشتې له لورې نن سه شنبه د جمادی الاولی په ۱۲مه د افغاني سرې میاشتې له لورې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې ۱۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته چې د پاکستان الخدمت فاونډیشن لخوا چمتو شوی وه، ترسره شوه. یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۱ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکي وویشل شول، چې په کې هرې کورنۍ ته یوه خیمه، ۴ سپنجي توشکې، ۴ کمپلی، ۱ پلاستیکی فرش، ۹ کیلو بوره، ۱ د اوبو کولر، ۱ فوټبال، ۱ د ماشومانو ټال، ۵ جوړی ښځینه جامې، ۱ د پخلنځی سیټ او ۱۰ جوړی مختلف سایز البسه وویشل شو. د یادونې وړ ده چې په تيرو نيژدې ورځو کې د افغاني سرې میاشتې له لورې د یاد ولایت په برمل او ګیان ولسوالۍ کې ۱۰۰۰  زلزله ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غير خوراکې توکو مرسته ترسره شوی وه.

 

پکتیکا

 

پکتیکا

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۵:۸
Background image

پکتیکا؛ پر اړمنو مېرمنو درې میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۷ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د ‎افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې پر ۳۰۰ هغو مېرمنو چې د خوړو له کمښت سره مخ وې؛ په درېیم پړاو کې درې میلیونه افغانۍ نغدي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۳۴
Background image

کابل؛ د مرکزي مرستون پخلنځی له بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

چهارشنبه، ۷ جمادي الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرکزي مرستون کې د ترکیې سرې میاشتې په مالي مرسته د پخلنځي د بیارغونې چارې بشپړې او له ۳۴ قلمه بېلابېلو وسایلو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۲۲
Background image

کونړ کې له ۷۵۰ بزګرانو سره نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۷ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افعاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په مرورې ولسوالۍ کې له ۷۵۰ وچکالۍ ځپلو بزګرانو سره اتلس میلیونه او اووه سوه پنځوس زره (۱۸،۷۵۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي. . .

BACK TO NEWS