پکتیکا

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۲:۴۶
پکتیکا

افغاني سرې میاشتې د پکتیکا ولایت په زلزله ځپلو سیمو کې د زلزله ځپلو وګړو لاسنیوی لا هم روان ساتلی. په همدې موخه نن د یکشنبې په ورځ د جمادی الاولی پر ۱۰مه افغاني سرې میاشتې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ ډنګر لیګډ سیمه کې ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه. یاده مرسته چې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه، په کې هرې کورنۍ ته ۸ قلمه خوراکي توکي وویشل شول، چې په کې هرې کورنۍ ته ۱۰ کیلو وریژې،۵ کیلو لوبیا،۵ لیتره غوړي،۲ کیلو مکروني،۲ کیلو بوره، ۱ کیلو شین چای، ۸۰۰ ګرامه روب او ۳ پاکټه بیسکیټ شامل وو.

 

پکتیکا

 

پکتیکا

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS