پکتیکا

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۳۰ - ۵:۱۸
پکتیکا

شنبه د ربیع الثاني په ۲۴مه افغاني سرې میاشتې، پکتیکا ولایت، برمل ولسوالۍ کې د زلزلې له امله ویجاړ شویو ۵۳۰ کورنیو ته د کورونو د ترمیم لپاره پاتې ۴۰% سلنه قسط نغدي مرسته چې ټولټال؛ نهه ميليونه يو لک دوه څلويښت ﺯره (۹۱۴۲۰۰۰) افغانۍ کیږي، وويشله. یادو ۵۳۰ کورنیو ته موده مخکې، افغاني سرې مياشتې ۶۰٪ سلنه قسط؛ چې ديارلس ميليونه څلور لکه دوه ديرش ﺯره (۱۳۴۳۲۰۰۰) افغانۍ کيږي ويشلې وې. چې په مجموعي ډول دوه ويشت ميليونه پنځه لکه څلور اويا ﺯره (۲۲۵۷۴۰۰۰) افغانۍ ويشل شوي. یادې مرستې چې د نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ چمتو شوي په لاندې ترتيب ویشل شوې: په لومړی کټګورۍ کې ۹۰ کورنیو ته ۴۰٪ قسط چې هرې کورنۍ ته په کې ۳۰۰۰۰ افغانۍ ورکړ شوی. په دوهمې کټګورۍ کې ۱۶۶ کورنیو ته ۴۰٪ قسط چې هرې کورنۍ ته په کې ۱۹۰۰۰ افغانۍ ورکړ شوي.

 

پکتیکا

 

پکتیکا

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۴۶
Background image

بلخ؛ د کار په بدل کې ۲۲۴ کاریګرو ته ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ ووېشل شوې

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د دولت‌ آباد ولسوالۍ د خیر آباد سیمې ۲۲۴ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۵:۴۳
Background image

ننګرهار؛ تېره یوه میاشت کې زرګونه ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۶۳۳۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۵۱
Background image

کونړ؛ د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال پروژه پیل شوه

جمعه، ۱۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په بیداد کلي کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دې پروژې. . .

BACK TO NEWS