پکتیا!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۹ - ۱۰:۵۰
پکتیا!

پکتیا ولایت کې ۲۷۶۰ بېوﺯلو هېوادوالو ته روغتیایې خدمات!

د افغاني سرې میاشتې ګرځنده روغتیایې ټیم د رجب میاشتې په ترڅ کې پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ کې، ټولټال ۲۷۶۰ تنه بېوﺯله وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي. چې له دوى څخه يي ۱۲۵۶ تنه ناروغان معاینه او تداوي او ۳۳۸ تنه ټپیان پانسمان کړي. په ورته مهال یې ۶۶ ښځینه ناروغانو ته د ولادت په برخه کې روغتیایې خدمات وړاندي کړي. همدارنګه يي ۱۱۰۰ تنو ته د روغتیا اړوند اړينې لارښوونې او مشورې وړاندې کړي.

 

پکتیا!

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۶:۱۷
Background image

بلخ؛ ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۲۸ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

کابل؛ د ګرمې اعاشې او امنیتي کمرو د تدارک لپاره د داوطلبۍ دوه ناستې وشوې

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې د کابل مرکزي مرستون د داخلي مشمولینو لپاره د ۲۴ قلمه ګرمې اعاشې او د ساتنې او خونديتوب ریاست لپاره د ۱۸ قلمه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

کابل؛ د لومړي ګرځنده روغتیايي ټیم د ام‌ ډي ډاکټر بست لپاره له نوماندانو ازموینه واخیستل شوه

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې اړوند د کابل ولایت د لومړي ګرځنده روغتیايي ټیم لپاره د ام‌ ډي ډاکټر په خالي بست د یوه وړ او مسلکي روغتیاپال د ګمارنې په موخه له نوماندانو. . .

BACK TO NEWS