پکتیا:
افغاني سرې میاشتې نن د پکتیا ولایت په زُرمت ولسوالۍ کې درې داسې کورنیو ته، چې کورونه یې د وروستیو ورښتونو له امله بشپړ ړنګ شوي وو؛ د ۳ خیمو، ۲۱ کمپلو، ۳ ترپالونو، ۶ د اوبو د بوشکو او هرې کورنۍ ته د پخلنځي د ۱۳ عدده توکو مرسته وویشله.
