پکتيکا ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۸۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!
نن دوشنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وري پر ۲۲ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د پکتيکا ولایت يوسف خيلو او سر روضې ولسوالیو ۸۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو ته د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته، چې د ترکیې هيواد وګړو له لوري چمتو شوې وه؛ هرې کورنۍ ۲۵ کيلو اوړه، ۵ ليتره غوړي، ۲ کيلو وريژې، ۱ کيلو لوبيا، ۱ کيلو نخود، ۱ کيلو عدس، ۲ کيلو مکروني، ۳ کيلو د غنمو وريژې، ۱.۵ کيلو مالګه، ۱ کيلو بوره او يوه بسته د ماشومانو مختلف النوع البسه ) شامل وو.
