پکتيا کې د بې سرپرستو کورنيو لپاره د افغاني سرې مياشتې مرستون پرانيستل شو

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۹:۵
pkt

پنجشنبه، ۲۴ شعبان ۱۴۴۷
پکتيا ولايت کې د سويل ختيځ زون په کچه د افغاني سرې مياشتې له لوري د بې سرپرستو او اړمنو کورنيو د پالنې او ساتنې په موخه نوی جوړ شوی مرستون رسماً پرانيستل شو.
ياد مرستون د افغاني سرې مياشتې د عمومي رئيس شيخ الحديث شهاب‌الدين دلاور او د پکتيا ولايت د مرستيال والي شيخ الحديث انعام‌ الله صلاح‌ الدين په حضور کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د پرانيستې په مراسمو کې د افغاني سرې مياشتې عمومي رئيس وويل: ددې مرستون پرانيستل د سويل ختيځ زون د بې سرپرستو او بېوزلو کورنيو د ملاتړ په لړ کې يو مهم او بنسټيز ګام دی. 
نوموړي زياته کړه، چې د بې سرپرستو کورنيو پالنه يوازې يو اداري مکلفيت نه، بلکې يو انساني او اسلامي مسئوليت دی، چې د الله تعالی له لوري د لوی اجر سبب هم ګرځي. هغه وويل، دا د شکر ځای دی چې نن ورځ يوه بله زمينه برابره شوه، څو يو شمېر اړمنې کورنۍ په مناسب، خوندي، با عزته او هوسا چاپېريال کې ژوند وکړي او د هغوی اساسي اړتياوو ته رسېدنه وشي.
ورپسې د پکتيا مرستيال والي هم خبرې وکړې، د افغاني سرې مياشتې فعاليتونه يې وستايل او د مرستون پرانيستل يې د بې سرپرستو کورنيو د پالنې او ملاتړ لپاره مهم او ارزښتناک ياد کړ.
د يادونې وړ ده، چې افغاني سره مياشت اوسمهال د پکتيا په شمول کابل، کندهار، هرات، بلخ، ننګرهار، پروان او کندز ولايتونو کې فعال مرستونونه لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۸:۵۷
Background image

پکتیکا؛ پر ۱۵۰۰ بېځایه شویو کورنیو ۲۲.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۱۲ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په برمل، شکین او تروو ولسوالیو کې پر ۱۵۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۲۲.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۱۴
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې او آی سي آر سي ترمنځ د بشري همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو

چهارشنبه، ۱۲ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د دې ادارې په مرکزي دفتر کې په جینوا کې د آی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۴:۴۳
Background image

کابل؛ د ځوانانو او رضاکارانو د پالیسۍ د وروستي کولو دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو

سې شنبه، ۱۱ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو ریاست له لوري، د ډنمارک سره صلیب په مالي ملاتړ، د ځوانانو او رضاکارانو د پالیسۍ د بیاکتنې، لا غني کولو او وروستي. . .

BACK TO NEWS