پکتيا؛ څه باندې ۵۴۰۰ اړمنو هېوادوالو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي
چهارشنبه، ١٧ ربيع الأول ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پکتيا ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٩٤١ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ٢٥٤٣ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.
