په ښوونيزو مرکزونو کې ۲٧١٠ تنه زده کوونکو ته زده کړې ورکړل شوي دي
شنبه، ١٦ محرم الحرام ۱۴۴٧
افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونيز مرکزونو له لارې په ټوله کې ۲٧١٠ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو لکه ښوونې او روزنې، شخصي او چاپېريالي روغتيا ساتنې، لومړنيو روغتيايي مرستو ترسره کولو او د پېښو له زيانونو د ځان ژغورنې اړوند زده کړې او عامه پوهاوی ورکړی دی.
ترڅنګ يې د افغاني سرې مياشتې د غړيتوب برخه کې يې ٧٢ تنه نوي غړي هم را جذب کړي دي.
