په پکتیا ولایت کې له «٤٠٠» کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې د خوراکي توکو مرسته!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۵ - ۱۱:۲۰
مساعدت مواد غذایی و غیر غذایی جمعیت هلال احمر افغانی برای 400 خانواده در ولایت پکتیا!

نېټه:۲۴/۶/۱۴۰۰
د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رئیس ښاغلي مولوي سید صفت الله قریشي او ورسره پلاوي د پکتیا څانګې په احمدخیلو ولسوالۍ کې «۱۵۰» سیلاب ځپلیو او اړمنو کورنیو ته د کویټ سرې میاشتې په مالي مرسته اووه قلمه خوراکي توکي: «وریژې، غوړي، لوبیا، چای، بسکویټ، مالګه او بوره » و وېشل. دا په داسې حال کې ده چې یاد خوراکي توکې په جاني خیلو ولسوالۍ کې هم ۲۵۰ اړمنو او سیلاب ځپلیو کورنیو ته د وېش په حال کې دي.

د یاد سفر په ترڅ کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د عمومي ریاست سرپرست ښاغلي سید صفت الله قریشي او د مرکزي دفتر یو شمېر ریسانو د پکتیا څانګې د فعالیتونو د لا ښه والي او تنظیم په موخه د پکتیا څانګې له رئیس او کارکوونکو سره کاري ناسته دایره کړه، چې د ستونزو او خنډونو د له منځه وړلو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۷:۳۱
Background image

کابل؛ د مالي محاسبې شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۲۷ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د مالي ریاست، کنټرول آمریت او مرکزي روغتون ٢٠ تنو کارکوونکو ته د مالي محاسبې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

کابل؛ د رسنیو د څار درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲۶ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لوري د سیمه‌ ییزو دفترونو، نماینده‌ګیو او مرکزي دفتر نشراتي کارکوونکو لپاره د رسنیو د څار او نقشې جوړونې په اړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

نیمروز کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۲۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د نیمروز ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۹۸۷ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

BACK TO NEWS