په ننګرهار ولایت کې له ١٣ پېښځپلیو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولڼې د ننګرهار څانګې له لوري، د روان ١٣٩٩ لمریز کال د زمري پر یوولسمه نېټه په خېوې ولسوالۍ کې له هغو ١٣ کورنیو سره، چې د وروستیو سیلابونو څخه یې کورنۍ ویجاړې شوې وې؛ د یوې یوې خیمې مرسته وکړه ترڅو د بیړني استوګنځي په توګه ورڅخه ګټه واخلي.
