په غزني ولایت کې له ” ٣٠٠“ اړمنو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د غزني څانګې له لوري د روان ۱۳۹۹ کال د وږي پر ٢٩ نیټه په رشیدانو ولسوالۍ کې له ٣٠٠ اړمنو، کرونا ځپلیو او کونډو کورنیو سره د اووه قلمه خوراکو توکو(وریژو، غوړو، لوبیا، مالګې، چای، بورې او بسکیټو) مرسته وشوه.
