په غزني ولایت زنخان ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۵ - ۱۰:۴۸
په غزني ولایت زنخان ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

د روان ۱۴۴۴ ه ق کال د محرم په اوومه نیټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د غزنی ولایت زنخان ولسوالي کې 500 سیلاب ځپلو کورنيو ته د ترکیې هېواد مرسته شوی خوراکي توکی وویشل شو. ‏مرسته د افغاني سرې میاشتې، د ترکیې هېواد د (IHH) نړیوالې خیریه مؤسسې کارکونکو ،رضاکارانو او رسنيو په حضور کې ووېشل شوه.

یاده مرسته چې د ترکیې هيواد د خلکو له لوري چمتو شوې وه؛ په کې هرې کورنۍ ته یوه بوجی اوړه، 10 لیتره غوړي، 1 کارتن خرما او یوه بسته خوراکی توکی شامل وو، وویشل. ‏دغزني ولایتي څانګې ريس ښاغلي "شاکر" د دغه مرستو د وېش پر مهال د ترکې پلاوي تود هرکلی وکړ او د مرسته شویو خوراکی توکو په پار یې ترې مننه وکړه.

د یادولو وړ ده چې تر دې یوه ورځ مخکی هم د غزنی په ده یک ولسوالۍ کې 500 سیلاب ځپلو کورنیو ته د ترکیې هېواد خوراکی مواد ویشل شوی وو.

 

په غزني ولایت زنخان ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

 

په غزني ولایت زنخان ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۱۶
Background image

کابل؛ د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ځوانانو او رضاکارانو، روغتیايي خدمتونو او پېښو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS