په روانه میاشت کې په غور ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري بیلابیل روغتیایي خدمتونه ترسره شول

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۱۰:۵۱
خبرونه

افغاني سرې میاشتې په تېرو ۳۰ ورځو کې د خپلو دوو ګرځنده روغتیایي ټیمونو او یو ثابت کلینیک پر مټ د غور ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۸۵۹۸ تنو ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي.
د یادو ناروغانو له جملې د ۳۶۰۷ تنه داخله ناروغانو معاینات او درملنه شوې، ۶۳۵ مېرمنو ته له زېږون وړاندې او وروسته معاینات ترسره شوي، ۱۰۷۹ مېرمنو او ماشومانو ته مختلف واکسینونه تطبیق شوي، د ۱۰۶ ټپیانو پانسمان شوی، ۱۳۸ مېرمنو ته د کورني تنظیم په اړه پوهاوی ورکړل شوی او ۷۸ خوارځواکو ماشومانو ته د ځانګړو خوراکي توکو د ورکړې ترڅنګ ۲۹۵۵ تنو ته د روغتیا ساتنې په برخه کې عامه پوهاوی هم ورکړل شوی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
‏هلال احمر افغانی از طریق دو تیم سیار صحی و یک کلینیک اساسی صحی خویش در طی ۳۰ روز گذشته برای ۸۵۹۸ تن در مناطق مختلف ولایت غور خدمات صحی عرضه نموده است.
در این مدت برای ۳۶۰۷ تن پس از معاینه ادویه رایگان فراهم شده، ۶۳۵ تن زن قبل و بعد از ولادت معاینه شده. براى ۱۰۷۹ زن و کودک واکسین های مختلف تطبیق شده، ۱۰۶ مجروح پانسمان شده، نیز برای ۱۳۸ زن در زمینه تنظیم امور خانواده گی آگاهی عامه ارائه و برای ۷۸ تن کودک مبتلا به سوء تغذی مواد غذایی مخصوص فراهم شده است.
همچنین برای ۲۹۵۵ تن در زمینه حفظ الصحه آگاهی عامه ارائه شده است.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۷:۳۱
Background image

کابل؛ د مالي محاسبې شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۲۷ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د مالي ریاست، کنټرول آمریت او مرکزي روغتون ٢٠ تنو کارکوونکو ته د مالي محاسبې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

کابل؛ د رسنیو د څار درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲۶ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لوري د سیمه‌ ییزو دفترونو، نماینده‌ګیو او مرکزي دفتر نشراتي کارکوونکو لپاره د رسنیو د څار او نقشې جوړونې په اړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

نیمروز کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۲۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د نیمروز ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۹۸۷ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

BACK TO NEWS