په بادغیس ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۹۰۰ اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي وویشل شول!
د روان ۱۴۰۰ کال د سلواغې دمیاشتې پر ۲۳ نېټه د بادغیس ولایت په مقر ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۹۰۰ اړمنو، بې ځایه شوو او وچکالۍ ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه. یاده مرسته چې د سعودي عربستان هېواد د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري چمتوشوې وه، پکې ۴۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو وریژې، ۵ لېتره غوړي، ۵ کیلو لوبیا، ۳ کیلو بوره او ۳ کیلو دال نخود شامل وو.


