پنجشېر ولايت کې ٦٩٢١ ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۰:۲۱
خبر

پنجشېر ولايت کې ٦٩٢١ ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د پنجشېر ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٥٠٤ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ١٩٨ تنو ټپیانو ته د پانسمان، ٦١٢ مېرمنو او ماشومانو ته د بېلا بېلو ناروغیو د مخنیوي او واکسینونو د تطبیق، ٢٨٦٨ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ٢٢٦ مېرمنو ته د ولادت برخه کې د خدماتو سربېره د ٤٠٦ ماشومانو کتنه کړې او په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته يې د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي ورکړي، د دې ترڅنګ ١٠٧ مېرمنو ته يې د کورنۍ د تنظیم برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۷:۱۸
Background image

هرات؛ ۱۴ راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته د کاروبار د پیاوړتیا لپاره اړین وسایل ووېشل شول

یکشنبه، ۱۱ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري، د هانګ کانګ سره صلیب په مالي او د ډنمارک سره صلیب په تخنیکي ملاتړ، د هرات ښار او ګذره ولسوالۍ ۱۴ راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته د ۱۵۷ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۵۷
Background image

کابل؛ د مالي مدیرانو لپاره ۱۳ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۱۱ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مالي ریاست له لوري د مرکز، سیمه‌ ییزو زونونو، د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکزونو او مرستونونو ۲۴ مالي مدیرانو ته د مالي محاسبې، مالي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۵۰
Background image

افغاني سره میاشت؛ پکتيا کې د زرګونو اړمنو ناروغانو درملنه شوې

یکشنبه، ۱۱ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پکتیا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۵۷۴۵ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د. . .

BACK TO NEWS