پنجشېر او کاپیسا کې ۱۰۰۰ اړمنو او راستنو شوو کورنیو سره ژمنۍ مرسته وشوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۵۳
pn

سې شنبه، ۲۹ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په پنجشېر او کاپیسا کې ۱۰۰۰ اړمنو او راستنو شوو کورنیو سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه، چې په هر ولایت کې ۵۰۰ کورنۍ شاملې وې.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۳ ژمنۍ بستې ورکړل شوې، چې د ماشومانو، نارینه او ښځینه وو جمپرونه، بنیانونه، دستکشې، جورابې، څادرونه، بوټان او یو شمېر نور د اړتیا وړ توکي پکې شامل وو.
دا مرستې به د ژمي د سړې هوا منفي اغېزې راکمې او د اړمنو کورنیو د خوندیتوب لپاره مؤثرې تمامې شوي.
د اړمنو او راستنو شوو کورنیو لاسنیوی د افغاني سرې میاشتې له لومړیتوبونو څخه دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS