پنجشېر؛ څه باندې ۶ زره اړمنو هېوادوالو ته روغتیايي اسانتیاوې برابرې شوې دي
شنبه، ٢٧ ربیع الأول ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پنجشېر ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٣٧٩ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ٣١٣٩ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.
