پر ۱۲۹ بې سرپرسته مېرمنو او په مخدره توکو د روږدو وګړو پر کورنیو د ځان بسیاینې په موخه نغدې پیسې او د هګیو چرګانې ووېشل شوې!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۱۴:۵۱
خبرونه

پر ۱۲۹ بې سرپرسته مېرمنو او په مخدره توکو د روږدو وګړو پر کورنیو د ځان بسیاینې په موخه نغدې پیسې او د هګیو چرګانې ووېشل شوې!

نن پنجشنبه د رمضان میاشتې پر ۶مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د برتانیې هېواد د سره صلیب په مالي مرسته مرکزي مرستون کې د کابل ولایت د بېلابېلو ولسواليو او ناحیو پر ۷۹ بې سرپرسته مېرمنو د چرګانو د پېرلو په موخه یو میلیون پنځه سوه اتیا زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه؛ چې هرې کورنۍ ته په کې ۲۰ رزه افغانۍ شاملې وې. باید وویل شي، چې له څه مودې وروسته به د یادو مېرمنو د فعاليتونو تر ارزونې وروسته یو ځل بیا پر هغوی د ملاتړ او لاسنيوي په موخه پنځلس پنځلس زره افغانۍ ووېشل شي. 
همدا ډول ددې مرستې سربېره مرکزي مرستون کې ۴۰ بې سرپرسته مېرمنو او ۱۰ په مخدره توکو د روږدو وګړو کورنيو ته هم د افغاني سرې میاشتې په تخنیکي او د سنګاپور هېواد د سره صلیب په مالي مرسته د هګیو ورکوونکې چرګانې ورکړل شوې، چې هرې بې سرپرسته کورنۍ ته په کې۳۴ چرګانې، ۱۵۰ کیلو د چرګانو دانه، ۴ د اوبو څښلو او ۳ د دانې د ورکړې لوازم شامل وو، په پام کې ده د یادې پروژې له لارې په هرات، مزار شریف، کندز، پکتیا او کندهار ولایتونو کې هم بې سرپرسته کورنیو ته د عاید ترلاسه کولو په موخه چرګانې او اړوند وسایل ورکړل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۲۰:۴۷
Background image

سویس هېواد زلزله ځپلو د لاسنيوي په موخه ۲۰ ټنه مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

دوشنبه، ۱۵ ربیع الأول ۱۴۴۷
د سویس هېواد پراختیا او همکاریو دفتر د کونړ ولایت زلزله ځپلو د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو په موخه ۲۰ ټنه د غیر خوراکي توکو مرسته په افغانستان کې د یاد دفتر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۸:۴۹
Background image

فاریاب کې پر بې سرپرسته کورنيو د خیاطۍ او ګلدوزۍ توکي ووېشل شول

دوشنبه،  ۱۵ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په فاریاب ولایت کې پر ۲۲۰  هغو کورنيو چې د امرار معیشت پروژې تر چتر لاندې د لاسي صنایعو (خیاطۍ او ګلدوزۍ) په برخو کې زده کړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۴:۴۳
Background image

لوګر کې ۴۱ سېلاب ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

دوشنبه، ۱۵ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۴۱ سېلاب ځپلو کورنيو سره څلور سوه لس زره (۴۱۰,۰۰۰). . .

BACK TO NEWS