سویس هېواد زلزله ځپلو د لاسنيوي په موخه ۲۰ ټنه مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۶:۱۷
سویس هېواد زلزله ځپلو د لاسنيوي په موخه ۲۰ ټنه مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

دوشنبه، ۱۵ ربیع الأول ۱۴۴۷
د سویس هېواد پراختیا او همکاریو دفتر د کونړ ولایت زلزله ځپلو د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو په موخه ۲۰ ټنه د غیر خوراکي توکو مرسته په افغانستان کې د یاد دفتر د مرستیالې آغلې پامیلا ستاتا کیس او سلاکار احمد سلیم له لوري کابل نړیوال هوایې ډکر کې د افغاني سرې میاشتې د پېښو ریاست رئیس ښاغلي محمد صالح اخندزاده ته وسپارل شوه.
د افغاني سرې میاشتې د پېښو څانګې رئیس ښاغلي اخندزاده د سویس هېواد پراختیا او همکاریو دفتر له همدردۍ او بشري مرستې مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې مرسته به یې په بشپړ شفافیت د کونړ تر زلزله ځپلو ورسول شي.
ورپسې آغلې کیس په خپلو څرګندونو کې وویل چې هڅه کوي، څو په افغانستان کې د هر ډول طبیعي پېښو پر مهال د اغېزمنو شوو وګړو اړتیاوو ته رسېدنه وکړي، نوموړې ژمنه وکړه، چې د کونړ زلزله ځپلو د لاسنيوي او هوساینې لپاره به نورې مرستې هم برابرې کړي.
د یادونې وړ ده، چې نننۍ مرسته کې ۳۱۰ خیمې او ۳۰۰ بستې ژمنۍ البسې شاملې وې، چې ډېر ژر به کونړ کې پر زلزله ځپلو کورنیو  ووېشل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS