پروان

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۱ - ۱۰:۳۰
پروان

پروان کې وروستیو سیلابونو اړولي زیانونه:

د افغاني سرې میاشتې پینځه ورځنۍ سروې ښیي، چې د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ په پندقستان، یخ درې او خېشکو درو کې وروستیو سیلابونو ۱۳ تنه شهیدان کړي، ۷ تنه ټپیان دي، ٦٨ کورونه بشپړ او ٢٣٩ کورونه نیمه ړنګ شوي، ٤٠ کيلو متره سرکونه، ١٠٠ ‏سربندونه، ١٢ پلچکونه، ٢١ پلونه، ١١ ژرندې، ٥٦ دوکانونه، ١٢٠ څاروي، ٢٢٠٠٠ ونې او ١٧٠٠ جريبه کرنیزه ځمکه له منځه تللي. په ټوله کې د سياه ګرد په ولسوالۍ کې ٤٥٠ کورنۍ د سېلابونو له امله زيانمنې شوي.

همدا ډول د شينوارو ولسوالۍ په تيکمر، تى کلا، خاک سنګو، ښېوه، اب خانه، اشتر شهر، ‏سرخ سنګ، درازګرد، دهن استامه او ابګرد کليو کې ۵ تنه شهیدان شوي، ۹ تنه ټپیان دي، ١١٥ کورونه بشپړ او ٦٣ کورونه نیمه ویجاړ شوي، ٣٠ کيلو متره عمومي سرکونه، ١٢ کيلو متره فرعي سرکونه، ٥٠ سربندونه، ٦٠ واړه پلونه، ٣ستر پلونه، ٢٤ پلچکونه، ٢ ژرندې، ٣٠ دوکانونه، ٥٠٠ څاروي، ٢ مسجدونه، ۱۰۰۰۰۰ ‏میوه دارې ونې، شاوخوا ١٠٠٠ جريبه کرنیزه ځمکې ویجاړه شوي او ټولټال ٤٥٠ کورنۍ زيانمنې شوي.

 

پروان

 

پروان

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۵:۴۳
Background image

ننګرهار؛ تېره یوه میاشت کې زرګونه ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۶۳۳۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۵۱
Background image

کونړ؛ د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال پروژه پیل شوه

جمعه، ۱۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په بیداد کلي کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دې پروژې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۴۷
Background image

فراه؛ د افغاني سرې میاشتې فوټسال لوبډلې د دلارام ولایتي جام اتلولي خپله کړه

جمعه، ۱۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د فراه ولایت نماینده ګۍ د فوټسال لوبډلې د دلارام ولایتي جام سیالیو په پایلوبه کې د غوره لوبې په ترسره کولو سره د یاد جام اتلولي خپله کړه.

. . .

BACK TO NEWS