پروان!
نن دو شنبه د ربيع الاول پر ۱۰ مه نيټه، پروان ولایت کې ۲۸ تثبیت شویو سوالګرو له کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۴۰۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه. یاد سوالګر افغاني سرې میاشتې ته له ورپېژندلو وروسته سروې او تثبیت شوي وو، چې هرې کورنۍ ته ۵۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

