پروان کې مرستون او د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز پرانیستل شو

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۲۰:۲۳
پروان کې مرستون او د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز پرانیستل شو

چهارشنبه، ۱۷ ربیع‌الأول ۱۴۴۷هـ
د افغاني سرې میاشتې له لوري پروان ولایت کې مرستون او د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز پرانستل شو. په ياده پرانیست غونډه کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبد السلام، د شمال لویدیځ مرکزي زون رئیس ښاغلي میا حفیظ الدین قمري، د یاد ولایت والي ښاغلي مفتي محمد ادریس انوري، د علماوو شورا رئیس مولوي عبدالولي عابد قاریزاده، د مقام ځينو سلاکارانو، د زون اړونده نماینده ګيو رئیسانو او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون کړى و.
ښاغلي مولوي روح ‌الله عبد السلام په خپلو خبرو کې وويل: د بې وزلو او بې سرپرسته کورنیو لاسنیوی د افغاني سرې میاشتې له کاري لومړیتوبونو څخه دی، نننۍ پرانیسته د همدې لومړيتوب د تعقيب څرګندونه کوي، نوموړي له مسئولینو وغوښتل، څو د بې سرپرسته کورنیو او رواني ناروغانو خدمت په بشپړ صداقت او اخلاص وکړي.
د افغاني سرې میاشتې د شمال لویدیځ زون رئیس وویل: اوسمهال پروان کې سلګونه بېوزله کورنۍ هره میاشت د بانکي حسابونو له لارې نغدي مرستې ترلاسه کوي، نوموړي زياته کړه، په نوي مرستون کې به ۲۰ بې‌سرپرسته کورنیو ته د استوګنې ترڅنګ د حرفوي زده کړو زمینه هم برابره شي.
د پروان والي د سرې میاشتې فعالیتونه وستایل او د دغو هڅو د دوام غوښتنه یې وکړه.
ياده دې وي، چې نن ورځ ۵۵ بېرونیو مشمولینو ( اړمنو او بې وزلو) کورنيو ته نغدي مرستې هم ووېشل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

نیمروز کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۲۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د نیمروز ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۹۸۷ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۴:۰
Background image

میدان وردګ؛ له ۳۲۱ راستنو شویو او بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۳ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په مرکز، میدان ښار، کې له ۲۸۰ راستنېدونکو کډوالو او ۴۱ بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۷:۳۸
Background image

بامیان؛ ۲۳ کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۲ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بامیانو ولایت په نمایندګۍ کې ۲۳ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد. . .

BACK TO NEWS