پروان ولایت کې دافغاني سرې میاشتې له لوري ۲۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته ترسره شوه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۶ - ۱۳:۱۹
هلال احمرافغانی در ولایت پروان برای ۲۰۰ خانواده سیلاب زده مساعدت نمود!

د یکشنبې په ورځ د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د شوال میاشتې پر ۱۵ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د پروان ولایت په شینواري ولسوالۍ کې ۲۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته چې د ترکیې هېواد له لوري چمتو شوې وه؛ د هرې کورنۍ لپاره پکې ۱۲.۵ کیلو مکروني، ۲ کیلو وريژې، ۳ کیلو ترمیده اوړه، ۲ کیلو لوبیا، ۳ کیلو بوره، ۲ کیلو نخود، ۲ کیلو نسک، ۲ کیلو دال، ۳ لیتره غوړي، ۱۰ کیلو اوړه او څلور تختې کمپلې شاملې وې.

د یادونې وړ ده چې د څلورو کمپلو له ډلې یوه یې د ترکیې هېواد او پاتې نورې یې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري چمتو شوې وې.

 

هلال احمرافغانی در ولایت پروان برای ۲۰۰ خانواده سیلاب زده مساعدت نمود!

 

هلال احمرافغانی در ولایت پروان برای ۲۰۰ خانواده سیلاب زده مساعدت نمود!

 

هلال احمرافغانی در ولایت پروان برای ۲۰۰ خانواده سیلاب زده مساعدت نمود!

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۸:۶
Background image

هرات؛ ۶۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت استوګنیز کورونه وسپارل شول

پنجشنبه، ۲۵ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ د بیدک مراد کوهي کلي ۶۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت نوي استوګنیز کورونه جوړ او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۳۱
Background image

ارزګان کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

چهار شنبه، ۲۴ ذوالقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ارزګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۴۵ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۸:۵۰
Background image

خوست کې ۲۷۰ بېځایه شویو کورنیو ته د پاکو اوبو د لاسرسي اسانتیا برابره شو

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ۲۷۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو لپاره پاکو. . .

BACK TO NEWS