پروان او ننګرهار ولايتونو کې ٤٠ رضاکارانو ته دوه ورځنى ښوونيز ورکشاپ داير شو!
افغاني سرې مياشتې د ربيع الثاني پر ١٢مه د پروان او ننګرهار ولایتونو کې د رضاکارانو ظرفيت لوړونې، د سور صليب او سرې مياشتې نړيوال غورځنګ پېژندګلوي، د پېښو د خطرونو کمښت او د لومړنيو روغتيايي مرستو - په اړه دوه ورځنى ورکشاپ چې د لومړنيو روغتيايي مرستو مديريت اړوند ٤٠ تنو رضاکارانو ته پيل شوى وو، پاى وموند.
د يادونې وړ ده ننګرهار کې د ښوونيز ورکشاپ پاى کې د روزنیز مرکز ښځینه او نارینه رضاکارانو ته ۷۰ جوړه بوټان او ۸ جمپرونه هم ووېشل شول.
