پروان او غزني ولایتونو کې د رغنیزو چارو د پیلیدو په موخه د داوطلبۍ ناستې وشوې

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۵:۲
پروان او غزني ولایتونو  کې د رغنیزو چارو د پیلیدو په موخه د داوطلبۍ ناستې وشوې

چهارشنبه، ۱۵ ربیع‌الآخر ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د پروان او غزني ولایتونو لپاره د بېلابېلو رغنیزو پروژو د پلي کولو په موخه د داوطلبۍ ناستې وشوې.
یادې ناستې چې د افغاني سرې میاشتې د تهیې او تدارکاتو آمریت له لوري ترتیب شوې وې، موخه یې د  پروان ولایت د نماینده‌ګۍ او ښوونیز مرکز د بیا رغونې او رنګ سربېره  د غزني ولایت د نماینده‌ګۍ ودانۍ او اړوند مارکیټ لپاره د سیپتیک څاګانو د کېندلو چارې پیلول و.
په داوطلبیو کې ۱۵ ودانیزو او لوژستیکي شرکتونو ګډون درلود، چې د اسنادو تر دقیقې ارزونې وروسته، هغه شرکتونه چې د شرایطو له مخې ګټونکي وګڼل شي، د یادو پروژو د ترسره کولو قراردادونه به ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵۰
Background image

ښوونيز مرکزونه؛ زرګونو ځوانانو ته د ديني او عصري زده کړو زمينه برابره شوې ده

شنبه، ٢٧ رجب ۱۴۴٧
افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د  ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ٦٢١١ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو لکه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

کاپيسا؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

شنبه، ٢٧ رجب ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د کاپيسا ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٣٢٥ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۶:۲۹
Background image

راستنېدونکي کډوال او لومړنۍ اړتیاوې؛ بادغیس کې ۱۰۰۰ کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۵ رجب ۱۴۴۷
د بادغیس ولایت په مرکز، بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو کې له ۱۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په هدایت،. . .

BACK TO NEWS