راستنېدونکي کډوال او لومړنۍ اړتیاوې؛ بادغیس کې ۱۰۰۰ کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۹
راستنېدونکي کډوال او لومړنۍ اړتیاوې؛ بادغیس کې ۱۰۰۰ کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۵ رجب ۱۴۴۷
د بادغیس ولایت په مرکز، بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو کې له ۱۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په هدایت، ۱۲ قلمه د مختلف النوعه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
په مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره په خوراکي توکو کې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۱۰ کیلو وریژې، ۱۰ کیلو نخود، ۱۰ کیلو دال، ۵ کیلو بوره، ۵ کیلو مکروني، ۱ کیلو رُب او په غیر خوراکي توکو کې ۱ کمپله، ۱ بوتل د لوښو مینځلو شامپو او ۱ د روغتیا ساتنې بسته شامله وه.
تمه ده، چې دغه مرسته د راستنو شوو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو د لنډمهاله اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه تمامه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS