پروان او سمنګان کې د پېښو مدیریت شپږ ورځني روزنیز ورکشاپونه پای ته ورسېدل

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۴:۱۲
pr

پنجشنبه، ۲۴ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان او سمنګان ولایتونو په نماینده‌ ګیو کې ۵۰ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد په موخه شپږ ورځني ۲ روزنیز ورکشاپونه په بریالۍ توګه د تصدیق پاڼو په وېشلو پای ته ورسېدل.
په یادو ورکشاپونو کې ګډونوالو ته د بېړنیو حالاتو پر مهال د چټکې او اغېزمنې ځواب وینې، عملي پلان جوړونې، د زیانمنو وګړو د ژغورنې او د نغدو پیسو د خوندي لېږد او شفاف وېش په برخه کې مفصل او هر اړخیز معلومات ورکړل شول.
د دغو ورکشاپونو موخه په ناورینونو او بېړنیو حالاتو کې زیانمنو شوو ته پر وخت، اغېزمن او چټکه توګه د خدمتونو وړاندې کول وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۵۳
Background image

جوزجان کې د افغاني سرې میاشتې له ښوونیز مرکز څخه ۸۳ زده کوونکي فارغ شول

پنجشنبه، ۲۳ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د جوزجان ولایت د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۸۳ زده کوونکي د اسلامي زده کړو، انګلیسي او دري ژبو، کمپیوټر او ریاضي په برخو کې د درې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۴۲
Background image

کندز: افغاني سرې میاشتې د شمال ختیځ زون په انګړ کې ۳۰۰ ونې کېنولې

پنجشنبه، ۲۳ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې کندز ولایت کې د شمال ختیځ زون ریاست په انګړ کې ۳۰۰ اصله مېوه لرونکې او غیر مېوه لرونکې ونې کېنولې.
دغه ونې د چاپېریال ساتنې او زرغونتیا په موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۱۵
Background image

هرات کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي دي

پنجشنبه، ٢٣ رمضان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د هرات ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٣١٤٨ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS