پروان؛ له ښوونیز مرکز څخه ۸۰ تنه زده کوونکي فارغ شول

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۶:۱۴
پروان؛ له ښوونیز مرکز څخه ۸۰ تنه زده کوونکي فارغ شول

یکشنبه، ۱۸ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت اړوند د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه د نهمې دورې د فن او بیان، انګلیسي او کمپیوټر برخو ۸۰ تنو زده کوونکي د يوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
غونډه رضاکاره ښوونکو او فارغو شوو زده کوونکو ته د تصدیق پاڼو په ورکړې سره پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال په یاد ښوونیز مرکز کې ۲۹۰ تنو هغو زده کوونکو ته چې په شخصي ښوونیزو مرکزونو کې د فيس ورکولو توان نه لري؛ د تعلیم الاسلام، فن او بیان، لیک لوست، ریاضي، انګلیسي او کمپیوټر برخو کې په وړیا ډول زده کړې ورکول کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۵:۱۰
Background image

افغاني سرې میاشتې پکتیا کې ۳۰۰۰ داخلي بې‌ځایه شوو کورنیو ته ۴۵ میلیونه افغانۍ مرسته ورکړه

يکشنبه، ٢۶ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پکتيا ولايت اړوند د ډنډِ پټان او ځاځي اريوب ولسواليو پر ٣٠٠٠ داخلي بې ځايه شوو کورنيو ۴۵ ميليونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
ياده مرسته د افغاني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۴:۴۴
Background image

کاپیسا کې د غر ښوېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته ۴۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه

یکشنبه، ۲۶ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د کاپیسا ولایت د مرکز اړوند په شوخیو سیمه کې د غرښویېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وکړه.
په مرسته کې یادې کورنۍ ته، چې د پېښې له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۴:۳۵
Background image

ننګرهار؛ پر ۳۵۰۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو ۵۲.۵ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

یکشنبه، ۲۶ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت په اچین او غني خېلو ولسوالیو کې پر ۳۵۰۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو ۵۲ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ ووېشل شوې.
دغه مرسته چې د. . .

BACK TO NEWS