پروان، غزني او لغمان کې له اړمنو کورنیو سره څه باندې یو میلیون افغانۍ نغدي مرسته وشوه
سې شنبه، ۶ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري پروان، غزني او لغمان ولایتونو کې له ۲۳۸ بېرونیو مشمولینو (اړمنو او سوالګرو) کورنیو سره یو میلیون او شپږ اتیا زره (۱،۰۸۶،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
ياده مرسته د کورنيو غړو شمېر ته په کتو د بانکي حسابونو له لارې دوى ته حواله شوه.
دا نغدي مرسته د افغاني سرې میاشتې له لوري په میاشتني ډول یادو اړمنو کورنیو ته ورکول کېږي.
