هلمند!
افغاني سرې میاشتې په هلمند ولايت کې د ثابت روغتيايي کلینيک او ۱۰ ګرځنده روغتیایي ټیمونو پر مټ په تیره يوه میاشت کې ټولټال ۲۲٤٠١ هېوادوالو ته بېلا بېل روغتیایي خدمات وړاندې کړي، چې له دې جملې یې ۱۱۳۵۳. ناروغانو كتنه يې کړې او وړيا درمل يې ورکړي، ۲۱۱ ټپيان يې پانسمان کړي، ۱٤٧ خوارځواکو ماشومانو ته ځانګړي خوراکي توکي ورکړي، ۱۲۰۹ ميندو ته يې له زيږون مخکې او وروسته اړينې مشورې ورکړي، ۳۵۹۲ ماشومانو او ښځینه ناروغانو ته یې بېلا بېل واکسینونه تطبیق کړي، د دې تر څنګ يې ۵۸۸۹ هېوادوالو ته د روغتيا ساتنې په اړه لازمې لارښوونې او عامه پوهاوی ورکړی.


