هلمند ولایت کې ۴۵۰ کورنیو ته د روغتیا ساتنې توکي ووېشل شول!
نن د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۴۳ سپوږمیز کال د رمضان المبارک پر ۲۰ مه نېټه د هلمند ولایت د سیستاني، عبدالله جان ښاریان او محمدپناجان کلیو ۴۵۰ بې ځایه شویو، بېوزلو او زیانمنو کورنیو د ایکو سازمان د واش پروژې تر چتر لاندې د روغتیا ساتنې د توکو بستې وویشل شوې.
په یادو بستو کې هرې کورنۍ ته سطل، د اوبو بوشکې، جان پاکونه، د ځان وینځلو صابونونه، د کالیو وینځلو صابون، د غاښونو کریم او برس، شامپو او ګڼ نور توکي وویشل شول.
