هرات!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۹:۵۵
هرات!

د ربیع الاول په ۲۷مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص په خپل کاري دفتر کې د ارام سمندر هېوادونو لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون مسئول الیګذینډر میتیو او افغانستان کې د ملي ټولنو د فدراسیون مسئول نیسفور سره هرات کې د زلزله ځپلو سره د مرستو د جلب په موخه آنلاين ګډه ناسته ترسره کړه. د ناستې په پیل کې د افغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست رئیس د هرات ولایت د زلزلې په اړه معلومات ورکړل او غوښتنه یې وکړه چې په دې سختو حالاتو کې باید د پېښځپلو لاسنیوی وشي. ورپسې دری واړه لوریو په هرات ولایت کې پېښځپلو ته د مرستو په جلب خبرې وکړي او پرېکړه يې وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به په شريکه یوه ستراتېژي جوړه کړي او له مخې به یې ګډه تګلاره وټاکي. په یاده ناسته کې د ارام سمندر هېوادونو لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون سیمه یېزي مسئولې کریسټن، د ناروې سیمه یېز مسئول وی نی کومار او د سيمې لپاره د برتانيې د سره صليب مسئول راجيش هم ګډون درلود. ناسته کې ټولو خواو د هرات ولايت د زلزله ځپلو د لاسنیوي ژمنه وکړه او زياته يې کړه چې افغانستان سره به خپلې مرستې نورې هم پیاوړې کړي.

k

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۳:۴۹
Background image

ښوونيز مرکزونه؛ افغاني سرې میاشتې څه باندې ۴۵۰۰ زده‌کوونکو ته ديني او عصري زده کړې ورکړې دي

شنبه، ٣ جمادى الأولى ۱۴۴٧
افغاني سرې میاشتې  په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د  ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ٤٧٣٦ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۶:۳۷
Background image

لغمان کې له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۱ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ کې له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۳:۱۸
Background image

۷ قلمه نشراتي توکي چمتو کول داوطلبۍ ته وړاندې شول

 

پنجشنبه، ۱ جمادى الأولی ۱۴۴۷ 
د ‎افغاني سرې میاشتې اړوند د اطلاعاتو او خپرونو ریاست لپاره د ۷ قلمه بېلا بېلو نشراتي توکو د چمتو کولو په پار د داوطلبۍ ناسته وشوه.
دغه ناسته چې د تهیې. . .

BACK TO NEWS