نیمروز؛ له ایران څخه سلګونو راستانه شوو کډوالو ته خواړه او روغتیایي خدمات وړاندې شول

دوشنبه، ۴ محرم الحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو له لوري نیمروز کې له ایران څخه پر راستانه شوو کډوالو ۴۵۰ خوراکه پاخه خواړه او د څښاک اوبه ووېشل شوې.
همدا راز د ګرځنده روغتیایي ټیم له لوري هم سلګونو کډوالو ته روغتیایي خدمات وړاندې شول.