نورستان
د بشرپالو چوپړونو وړاندې کول د افغاني سرې میاشتې له بنسټیزو موخو ګڼل کیږي، په همدې تړاو نن پنجشنبه د جمادی الاولی په ۱۴مه، د افغاني سرې میاشتې ګرځند روغتیایې ټیم د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې هغه وګړو ته چې روغتیایې چوپړونو ته لاسرسى نه لري، په وړیا توګه روغتيايي خدمات وړاندې کوي، چې تر دا مهاله یې ۱۷۰ تنه ناروغان تداوي کړي او دا لړۍ لا هم دوام لري.
