نورستان کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۷۴ نورو کورنیو ته مرسته وویشل شوه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۹ - ۴:۳۱
جمعیت هلال احمر افغانی در ولایت نورستان برای ۱۷۴ خانواده نیازمند دیگر مساعدت نمود!

د تېرو ورځو په تعقیب د نورستان ولایت په مرکز کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د ماندې، مدینې، پشکي او کوشتوز سیمو ۱۷۴ نورو بې ځایه شویو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.

یاده مرسته چې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له لوري شوې ده؛ په کې ۲۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریژې او ۶ لیتره غوړي شامل دي.

په تېرو درې ورځو کې په نورستان ولایت کې له ۵۲۶ نورو داخلي بې ځایه شویو او اړمنو کورنیو سره هم د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته ترسره شوې.

 

جمعیت هلال احمر افغانی در ولایت نورستان برای ۱۷۴ خانواده نیازمند دیگر مساعدت نمود!

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۳:۸
Background image

پکتیا؛ د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز پرانیستل شو

یکشنبه، ۲۰ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سویل ختیځ زون په کچه په پکتیا ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

د دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۳۸
Background image

نیمروز؛ ۵۰ راستنو شویو کورنیو ته د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت معیشتي مرستې ووېشل شوې

یکشنبه، ۲۰ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې له ۵۰ راستنو شویو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیل او عاید ترلاسه کولو په موخه د ۱.۴ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۸
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د المان د سولې کلي له استازو سره په اور سخت سوځېدليو ماشومانو د درملنې په اړه خبرې وکړې

یکشنبه، ۲۰ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال حافظ عزیز الرحمن په کابل کې د المان د سولې کلي خیریه بنسټ له استازو ین يسن او کلاوډیا سره په کتنه کې د هغو افغان ماشومانو د. . .

BACK TO NEWS