نورستان؛ له ۴۶۰ اړمنو کورنیو سره د ۱۰ ټنو په اندازه خوراکي مرسته وشوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۴:۲۸
nor

چهارشنبه، ۹ شعبان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د نورستان ولایت، نورګرام ولسوالۍ کې له ۴۶۰ اړمنو او بېوزله کورنیو سره ۱۰.۱۲۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته وکړه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۲۲ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې په کې اوړه، غوړي، بوره، مکروني، تور چای، رُب او نخود شامل وو.
دغه مرسته به د یادو کورنیو د خوراکي توکو د لنډمهاله اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمن رول ادا کړي.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم د یاد ولایت په دو آب ولسوالۍ کې پر ۴۶۰ اړمنو کورنیو ورته مرسته وېشل شوې وه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۸:۳۸
Background image

بغلان کې د اور لګېدنې پېښه؛ زیانمنې کورنۍ ته د بیړنیو توکو مرسته ورکړل شوه

سې شنبه، ۴ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د ډنډ غوري ولسوالۍ د ګرکرک کلي یوې کورنۍ ته، چې د اور لګېدنې له امله زیانمنه شوې وه، بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۶:۳۸
Background image

لوګر کې د دېوال نړېدو پېښه؛ زیانمنې کورنۍ ته نغدي مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۳ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند په عمر آباد کلي کې یوه کورنۍ، چې د دېوال د نړېدو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو، یوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۶
Background image

کابل؛ ۵۱ کارکوونکو ته د مسلکي زده‌ کړو له بشپړېدو وروسته تصدیق‌ پاڼې ووېشل شوې

دوشنبه، ۳ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو چارو ریاست په نوښت، د دې ادارې ۵۱ کارکوونکو ته د «سلوک تګلارې» تر عنوان لاندې د ښوونیزو او مسلکي زده‌ کړو دویم پړاو د تصدیق‌. . .

BACK TO NEWS