نن یکشنبه د جمادي الأولی د میاشتې پر ۱۵مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د فاریاب ولایت په میمنې ښار کې له ۲۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو سره په ټولیزه توګه ۱۵.۲ ټنه د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۵:۱۲
خبرونه

نن یکشنبه د جمادي الأولی د میاشتې پر ۱۵مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د فاریاب ولایت په میمنې ښار کې له ۲۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو سره په ټولیزه توګه ۱۵.۲ ټنه د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

یاده مرسته چې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې په مالي همکارۍ چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۷۶ کیلو خوراکي توکي چې اوړه، غوړي، وریژې، لوبیا، بوره، روب، مکروني، شین چای او بیسکوټ په کې شامل وو؛ ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۴/۶ - ۲۱:۵۱
Background image

له ايران راستانه شوي زرګونه کډوال؛ اسلام قلعه کې پاخه خواړه او روغتيايي مرستې ترلاسه کوي

جمعه، ۱ محرم الحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې مياشتې د مشرتابه په لارښوونه د هرات ولايت اسلام قلعه بندر کې د ځانګړي پلاوي، ځايي کارکوونکو او رضاکارانو له لورې له ايران څخه راستانه شوو زرګونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۲۲:۲۸
Background image

هرات اسلام قلعه؛ له ايران څخه ۶ زره راستانه شوو کډوالو ته خواړه او روغتيايي خدمتونه وړاندې شول

پنجشنبه، ٢٩ ذوالحجه ۱۴۴۶

د افغاني سرې مياشتې د رهبرۍ د هدايت پر اساس د مرکز، لويديځ زون او هرات نماينده ګۍ څخه يو ګډ پلاوى د ٢٠ تنو رضاکارانو په ملتيا د هرات ولايت اسلام قلعه بندر ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۵:۲۲
Background image

بغلان کې پر سېلاب ځپلو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په پل حصار اندراب ولسوالۍ کې پر ۱۱۱ سېلاب ځپلو کورنیو ۳ قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته. . .

BACK TO NEWS